تېره میاشت تر ۱۶ زره زیاتو کورنیو سره مرسته شوې

sadam_morr
-
د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې تېره مرغومي میاشت تر ۱۶ زرو زیاتو کورنیو سره د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو له لوري مرستې شوې.
د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو د معلوماتو له مخې په فاریاب، غزني، سرپل، میدان وردګ، ننګرهار، پکتیکا، لغمان، کندوز، جوزجان، بادغیس، فراه، سمنګان، بغلان، دایکندي، بلخ، کابل، غور، کندهار، خوست، زابل، لوګر او هلمندو ولایتو کې له ۱۶ زره ۶۸۱ کورنیو سره د ځینو همکارو بنسټونو په همکارۍ مرسته شوې ده.
سرچینو زیاته کړې چې ووېشل شوسو مرستو کې د خوراکي، نغدي پیسو، روغتیایي، پخلنځي، کاري وسایلو او ژمنۍ جامو کڅوړې، سولرونه، د سوخت توکي، بخارۍ، خیمې، ترپالونه او کمپلې وې، چې د مرستندویو بنسټونو د استازو په شتون کې وېشل شوې دي.