په پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت چارواکو د اسلام آباد د پولیسو له عمومي رییس سره وکتل
د پاکستان په اسلام آباد کې د افغان کډوالو د اتشه دفتر د راپور له مخې، د اسلامي امارت د سفارت لوړ پوړي پلاوي د مرغومې میاشتې په ۱۹ مه نیټه د اسلام آباد د پولیسو له عمومي رییس سید علي ناصر رضوي سره ولیدل.
په دې غونډه کې د سیاسي چارو او تشریفاتو مسوول، د سفارت مرستیال قونسل او د افغان کډوالو اتشې ګډون درلود.
دواړو خواوو د اسلام آباد او لاهور په ښارونو کې د میشتو افغان کډوالو د اوسني وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړې.