په بلخ کې له نږدې ۳۰ کورنیو سره نغدي مرسته شوه

sadam_morr
-

د مرغومې میاشتې په ۱۸ مه نیټه په بلخ ولایت کې له ۲۸ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
یادې کورنۍ، چې مخکې د مهاجرینو ریاست له لوري پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته د ناروې د کډوالۍ شورا له لوري ۲۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.