په درېیو ولایتونو له ۲۰۰ زیاتو کورنیو سره مرستې وشوې

sadam_morr
-
تېره ورځ په بغلان، بلخ او فراه ولایتونو کې له ۲۳۵ زیانمنو، بې ځایه شویو او راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرستې وشوې.
دغه کورنۍ د یادو ولایتونو د مهاجرینو ریاستونو له لوري له وړاندې پېژندل شوې وې، چې بغلان ولایت کې ۱۲۰ کورنیو ته یوه یوه ۵۰ کیلویي بوجۍ اوړه او یو ۵ کیلویي غوړي ورکړل شول، بلخ ولایت کې ۸۰ کورنیو ته یوه یوه بخاري، دوه دوه بوجۍ سکاره او یوه یوه کمپله ورکړل شول او په فراه ولایت کې ۳۵ کورنیو ته د مهاجرینو وزارت سره د همکارو بنسټونو له لوري دوه تختې ۳۰۰ ولټه سولرې ورکړل شوې.
د یو بل خبر له مخې، د کابل ښار په اوله ناحیه کې د مهاجرینو وزارت سره د همکارې موسسې له لوري تېره ورځ ۱۶۶ کاریګرو ته د اغوستلو لباسونه، دوه بېلچې، یو کولنګ، یوه یوه جوړه موزې ورکړل شوې.