پاکستان کې تر ۵۰ زیات افغان بندیان هېواد ته راستانه شول
۵۴ افغانان چې په پاکستان کې بندیان وو، د مرغومي میاشتې پر دولسمه نېټه خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم او د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي آمریتونو د معلوماتو له مخې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له ۳ تر ۲۰ ورځو پورې بندیان وو، چې تر خوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه او له همکارو بنسټونو څخه یې بشري مرستې هم ترلاسه کړې.