کابل، غور او کندوز کې تر ۲ زرو زیاتو کورنیو سره مرسته وشوې
کابل، غور او کندوز کې د دغو ولایتونو د مهاجرینو چارو ریاستونو په هلو ځلو او د همکارو بنسټونو په مالي همکارۍ د مرغومي پر لسمه او یولسمه ۲ زره او ۲۱۷ بېځایه شویو، راستنو شویو، اړمنو او بېوزلو سره د نغدي پیسو او غیرخوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
په کابل کې یو زر ۹۳۷ کورنیو هرې یوې ته ۲ زره ۹۰۰ افغانۍ او د خوارځواکۍ یوه یوه کڅوړه،
په غور کې ۱۴۴ کورنیو هرې یوې ته ۱۸ زره ۶۰ افغانۍ
او په کندوز کې ۱۰۰ کورنیو هرې یوې ته څلور کمپلې او د ژمنیو جامو یوه یوه کڅوړه ورکړل شوې.