څلورو ولایتونو کې تر ۲ زرو زیاتو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

په بادغیس، خوست، بلخ او فاریاب ولایتونو کې ۲ زرو او ۲۳۶ راستنو شویو، اړمنو او مستخقو کورنیو او کوربه ټولنې ته د مرغومي پر اتمه نېټه نغدي پیسې او غیرخوراکي توکي ووېشل شول.
دا کورنۍ مخکې د دغو ولايتونو د مهاجرينو چارو رياستونو له لوري اړمنې پيژندل شوې وې.
په دې مرستو کې په بادغیس او خوست کې له یو زر او ۴۳۶ کورنيو سره د پخلنځي لوښو، د اوبو دوو بوشکو، درې کمپلو، د اوبو سطل او ژمنیو جامو مرسته وشوه او د بادغیس ولایت په مقر او بالامرغاب ولسوالیو کې ۲۵۰ کورنیو ته د مرستو درېیمه برخه ۱۱ زره او ۸۲۶ افغانۍ ورکړل شوې
په بلخ ولایت کې ۴۰۰ کورنیو ته درې کمپلې او په فاریاب ولایت کې ۱۵۰ کورنیو ته یو سولر، له اړینو وسایلو سره یې ورکول شو.
د يو بل خبر له مخې، په بلخ او سمنګان ولایتونو کې ۱۷۰ تنو نارینه او ښځینه چې یېځایه شوي او راستانه شوي وو، د حرفوي کار وسایل ووېشل شول.
دغو کسانو د خياطۍ په برخه کې شپږ مياشتې تخنيکي زده کړې کړې وې او تر بشپړولو وروسته يې په دغه ولايت کې له همکارو موسسو څخه د خیاطۍ د برخې ١٤ ډوله توکي ترلاسه کړل.