په کابل ولایت کې نږدې ۴ زره کورنیو سره مرسته وشوه
د مرغومي په ۵ او ۶ مه نیټه په کابل ولایت کې پر ۳ زره ۹۳۷ اړمنو او مستحقو کسانو ته نغدي مرستې او د خوارځواکۍ کڅوړې پرې وویشل شوې.
یاد کسان تر دې وړاندې د کابل د مهاجرینو ریاست له خوا د کابل ښار په اتمه، شپاړسمه، درېیمه، پنځلسمه او نولسمه ناحیو کې سروې او پېژندل شوې وې، چې وروسته د همکارو موسساتو له لوري هر کس ته ۲۹۰۰ افغانۍ او د خوارځواکۍ کڅوړې پرې وویشل شوې.