بلخ او پکتیا کې سلګونو کورنیو بشري مرستې ترلاسه کړې

د بلخ او پکتيا ولایتونو د مهاجرینو چارو ریاستونو د معلوماتو له مخې، د مرغومي پر پنځمه نېټه له ۷۴۹ کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
دا راستنې شوې، بېځايه شوې او اړمنې کورنۍ وې، چې مخکې د دغو ولايتونو د مهاجرينو چارو رياستونو له لوري اړمنې پيژندل شوې وې.
په دې مرستو کې په پکتيا کې له ٥٨٠ مستحقو کورنيو سره د پخلنځي لوښو، دوو پلاستيکي فرشونو، د اوبو بوشکو او ٣ کمپلو مرسته وشوه او د بلخ ولایت په مرکز او چمتال ولسوالۍ کې ۱۶۹ کورنیو ته د همکارو موسسو له لوري ۳ ډوله خوراکي توکي او ۲۰زره ۴۵۰ افغانۍ وووېشل شوې.
د يو بل خبر له مخې، په لغمان ولايت کې د مرغومي پر پنځمه نېټه پر ۱۰۰ راستنو شویو، بېځايه شويو او اړمنو کسانو د مچيو ساتنې وسايل ووېشل شول.
د لغمان د مهاجرينو چارو د رییس په وينا، دغو کسانو وړاندې د مچيو ساتنې په برخه کې درې مياشتې فني زده کړې ترلاسه کړې وې او د دې دورې له پاى ته رسېدو وروسته په دغه ولايت کې د همکارې موسسې په مالي مرسته شپږ ډوله کاري وسایل ورکړل شول.