په پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-
د پکتيا او پکتيکا ولایتونو د مهاجرینو رياستونو د معلوماتو له مخې د مرغومې میاشتې په ۴ مه نیټه له ۶۰۴ کورنيو سره نغدي او روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.
يادې شوې کورنۍ، چې د يادو ولايتونو د مهاجرينو رياستونو له لوري مخکې پېژندل شوې وې، چې ۶۰۰ کورنیو ته په پکتیا ولایت کې د پخلنځي لوښي، دوه پلاستيکي غالۍ، د اوبو بوشکې او درې کمپلې وویشل شوې. ۴ نورو کورنيو ته د پکتیکا په مټاخان ولسوالۍ او مرکز کې هرې کورنۍ ته ۴ زره او ۷۶۰ افغانیو نغدي مرسته د همکارو بنسټونو له لورې توزیع شوه.