د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۴۴ افغان بندیان هېواد ته راستانه شول
د پاکستان له زندان څخه ۴۴ افغانان ازاد او د مرغومې میاشتې په ۴ مه نیټه هېواد ته راستانه شول.
د تورخم او سپین بولدک د سرحدي امریتونو د معلوماتو له مخې یاد کسان د قانوني اسنادو د نه درلودو له امله له ۲ میاشتو څخه تر یو کال پورې بندیان وو او له خوشي کیدو وروسته بیرته خپل هیواد ته را ستانه شول، چې د همکارو موسساتو له لوري ور سره بشري مرستې وشوې.