کابل کې له څه باندې ۲ زره کسانو سره مرسته وشوه
د مرغومې میاشتې په ۳ او ۴ مه نېټه کابل ولایت کې پر ۲ زره ۶۰ اړمنو او مستحقو کسانو ته نغدي مرستې او د خوراکي کڅوړې وویشل شوې.
ياد شوي کسان تر دې وړاندې د کابل ښار په اتمه، نهمه او یووېشتمه ناحيه کې د مهاجرينو رياست له لوري سروې او پېژندل شوي وو، چې د همکار موسساتو له لوري هر کس ته ۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ نغدي مرسته او خوراکي کڅوړې ورکړل شوې.