په ننګرهار ولايت کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه.

پرون یکشنبه د مرغومي په درېيمه په ننګرهار ولايت کې له ۸۰۰ کورنيو سره نغدي مرستې او روغتيايي کڅوړې ووېشل شوې.
په دغو کورنیو کې هغه راستانه شوي کډوال هم شامل دي چې مخکې د یاد ولایت د مهاجرینو ریاست لخوا پیژندل شوي وو.
يادې شوې مرستې هرې کورنۍ ته يوه روغتيايي کڅوړه او د سړک د کرايې په بدل کې شپږ سوه افغانۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ له خوا ورکړل شوې چې د کډوالو چارو رياست تر څارنې لاندې ووېشل شوې.