په پکتيا ولايت کې پر سلګونو کورنيو د غير خوراکي توکو د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.

sadam_morr
-
پرون یکشنبه د ١٤٠٣ لمریز کال د مرغومي د میاشتې په ٢ مه په پکتیا ولایت کې پر ۵۰۰ کورنیو د غیر خوراکي توکو د مرستې د ویش لړۍ پیل شوه.
يادې کورنۍ تر دې وړاندې د دغه ولايت د مهاجرينو رياست له خوا سروې او پيژندل شوې وې، ټاکل شوې ده په څو ورځو کې د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ له خوا د پخلنځي لوښي، دوه پلاستيکي غالۍ، د اوبو درې بورۍ او درې کمپلې ترلاسه کړي.