په سرپل ولایت کې ۱۰۰ تنو د کار وسایل تر لاسه کړل
دمرغومې میاشتې په لومړۍ نيټه په سرپل ولایت کې ۱۰۰ تنو ته د کار وسایل ووېشل شول.
یادې کورنۍ د راستنېدونکو او بې ځایه شویو کسانو له ډلې څخه وې، چې تر دې وړاندې د یاد ولایت د مهاجرینو چارو آمریت له لورې په صیاد ولسوالۍ او یو شمیر مرکزي سیمو کې پېژندل شوې وې، چې د شپږو میاشتو لپاره د خیاطۍ په برخه کې تخنیکي او حرفوي زدهکړې ورکړل شوې. په همدې اساس د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له لوري د خیاطۍ ۱۳ قلمه کاري وسایلو مرسته ور سره وشوه.