په کابل ولایت کې له زر تنو څخه زیاتو کسانو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-
پرون شنبه د مرغومې میاشتې په لومړۍ نیټه په کابل ولایت کې د ۱۳۵۸ تنو اړمنو او زیانمنو کسانو ته د خوراکي توکو نغدي مرسته ووېشل شوه.
یاد کسان تر دې وړاندې په کابل ښار کې د مهاجرینو ریاست له لوري سروې او پېژندل شوي وو، چې په لاندې ډول ورته مرستې ووېشل شوې:
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له خوا په پلچرخي کمپ کې ٨٩ کسانو ته، هر یوه ته ۱۸ زره او ۶۰ افغانۍ نغدي مرسته او په اوومه او پنځلسمه ناحیه کې ۱۲۶۹ اړمنو کسانو ته د نړیوال خوراکي سازمان له خوا هر یوه ته ۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ او د خوراکي توکو يوه بسته و ویشل شوه.