پاکستان کې ۱۲ تنه افغانان د لېندۍ پر نهه ویشتمه له بنده خوشې شول
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې دغه کسان د قانوني اسناد د نه لرلو له امله درې ورځې په بند کې وو، چې په هغه هېواد کې د افغان مهاجرینو اتشې په همکارۍ، د انټرپول پولیسو له لوري خوشې شول او د تورخم فرضي کرښې له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.
هلته په تورخم سرحدي آمریت کې تر نوملیکنې او راجستر وروسته د همکارو بنسټونو له لوري ورسره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته هم وشوه.