ننګرهار کې تر ۱۰۰ زیاتو تنو سره د لېندۍ پر نهه ویشتمه مرسته وشوه
د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په هلو ځلو او د ودان موسسې مالي همکارۍ د دغه ولایت په روداتو او سره رود ولسوالیو کې ۶۴ تنو ته چې د بیک او څپلیو جوړولو برخه کې یې زده کړې کړې وې ۶۴ زره او ۸۸۰ افغانۍ او ۵۰ تنو نورو ته د شاتو مچیو ساتنې وسایل ورکړل شول.