بلخ کې د راستنو شویو لپاره لسګونو سرپناوې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
په بلخ ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له ګاونډیو هېوادونو څخه د ۴۰ راستنو شویو کورنیو لپاره ۴۰ سرپناوې له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دغه سرپناوې د بلخ ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په همغږۍ په شولګرې ولسوالۍ کې د نصرت الانسان خیریه بنسټ په مالي مرسته په پنځو میاشتو کې په اساسي ډول جوړې شوې دي.
د يو بل خبر له مخې، د مزارشريف ښار د فردوسي ښارګوټي او د بلخ ولايت د شولګرې ولسوالۍ په جلوزۍ کلي کې د طبيعي پېښو له امله پر زرو اړمنو، بېځايه شويو او زيانمنو شويو کورنيو خوراکي او غير خوراکي توکي ووېشل شول.
هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ اوړه، یوه کوتی غوړي، یوه بوجۍ وریجې او یوه کمپله ووېشل شوې.
د بلخ مرستيال والي مولوي نورالهدي ابو ادريس د دغو مرستو مننه وکړه او په نورو برخو کې يې هم له همکارو بنسټونو څخه د مرستو د دوام غوښتنه څرګنده کړه.