تېره يوه مياشت کې د هېواد په ولايتونو کې له څه باندې ١١ زرو کورنيو سره مرسته شوې
د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو له لوري په تېره یوه میاشت کې په ۲۲ ولایتونو کې له څه باندې ۱۱ زره بې ځایه شویو، راستنو شویو او اړمنو کورنیو سره مرسته شوې ده.
د مهاجرینو چارو وزارت له دویمو واحدونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې په تېره لېندۍ میاشت کې په فاریاب، غزني، سرپل، میدان وردګ، ننګرهار، پکتیکا، پکتیا، تخار، لغمان، کندز، جوزجان، بادغیس، فراه، سمنګان، بغلان، نیمروز، پروان، دایکندي، بلخ، کابل، کاپیسا او نورستان ولایتونو کې د ځینو نړيوالو مرستندويو بنسټونو په همکارۍ له ١١ زره ١٢١ کورنيو سره مرسته شوې ده.
سرچينو زياته کړې، چې په وېشل شويو مرستو کې نغدي او روغتیایي کڅوړې، د پخلنځي او کور توکي، ودانيز او خوراکي توکي شامل وو، چې د مرستندويو بنسټونو د استازو په شتون کې ووېشل شول.