لغمان کې تر ۱۰۰ زیاتو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه

sadam_morr
-
د لغمان ولایت د مهاجرینو چارو آمریت په هلو ځلو او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي همکارۍ په دغه ولایت کې د لېندۍ پر شپږویشتمه نېټه له ۱۰۲ راستنو شویو او مستحقو کورنیو هرې یوې سره د ۶۴ زره او ۸۸۰ افغانیو نغدي مرسته وشوه.