پاکستان کې شل تنه بندیان له بنده خوشې شول

sadam_morr
-
په پاکستان کې ۲۰ تنه افغانان بندیان له بنده خوشي او د لېندۍ پر ۲۰مه نېټه خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له یوې میاشتې څخه تر دوو کلونو پورې د پاکستان په زندانو نوکې بندیان وو او په هغه هېواد کې د افغانستان د مهاجرينو چارو اتشې په همکارۍ او هلو ځلو له خوا خوشې او د تورخم د پولې له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.
د يادونې وړ ده، په دوی کې دوه تنه چې عمرونه يې له ۱۸ کلونو کم وو د ننګرهار د تورخم سرحدي آمریت په همغږۍ د مرستو په موخه WADAN او HARO موسسو ته ور وپېژندل شول.