لغمان کې د لسګونو تشنابونو د جوړولو او د اوبو د شبکې د بیارغونې چارې پیل شوې

sadam_morr
-
د لغمان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، د روان کال د لېندۍ میاشتې پر نولسمه د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د اوبو د ۴۳ تشنابونو د جوړولو، د اوبو د دوو شبکو د بیارغونې، د ۳۱۰ روغتیايي کڅوړو د وېش او د عامه پوهاوي د پروګرام چارې پیل شوې.
د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رييس مولوي غلام الرحمن بلال په وینا، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به يو زرو او ٧١ بېځايه شوې، راستنېدونکې کورنۍ او ځايي خلک ترې برخمن شي او لسګونو ځوانانو ته به د کار زمينه برابره شي.
دغه پروژې د څلور اعشاریه څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د AHF موسسې په مالي مرسته پلي کیږي.