پکتیکا کې د همغږۍ ناسته وشوه

پکتیکا ولایت کې تېره ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست او د همکارو موسسو استازو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د پکتیکا مهاجرینو رییس له همکار موسسو څخه ژمي وړاندې د راستنو شویو، بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو سره د مرستو غوښتنه وکړه.
بل لورته د همکارو موسسو استازو خبرې وکړې، خپل راتلونکي پلانونه یې شریک کړل او د مرستو په اړه یې خپلې ژمنې وکړې.