فراه ولایت مهاجرینو ریاست لپاره نوی رییس معرفي شو

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۴:۴۴
-
د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیر المومنین د حکم له مخې مولوي عبدالغني احسان په دویم بست کې د فراه ولایت د مهاجرینو رییس په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د دې ولایت مرستیال والي مولوي عبدالکریم جهاد یار او د مهاجرینو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد ګډون درلود؛ دنده پیل کړه.
ښاغلي راشد د ګمارنې فرمان ولوست او په دغه ولایت کې یې د بې ځایه شویو او راستنو شویو کورنیو ته د لا ښه خدمت په موخه نوي رییس ته د بریا هیله څرګنده کړه.
مسلکي معین هیله وښوده، چې د ښاغلي احسان په راتګ سره به د فراه اوسېدونکو ته ګټور خدمتونه ترسره شي.
د فراه مرستیال والي مولوي عبدالکریم جهاد یار نوي رییس ته د مبارکۍ تر څنګ وویل، چې د خدمتونو په وړاندې کولو کې زیاتې هڅې وکړي او د ریاست له کارکوونکو یې وغوښتل چې له نوي رییس سره بشپړه همکاري ولري.
د فراه د مهاجرینو نوي رییس مولوي عبدالغني احسان د اسلامي امارت له رهبرۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ریاست کارکوونکو په همکارۍ به د دې ولایت اوسېدونکو ته اړین خدمتونه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۸:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د ۱۸۰ زره او ۵۹۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو لپاره د ښځو (WAW) موسسې ترمنځ لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار، کونړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۲۰:۱۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې د ډیپلوماټیک ماموریت له مشر ښاغلي سادین ای یلدز سره وکتل

په دغې لیدنه کې، چې د دوو اړخېزو همکاریو د پراختیا او په ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې، ښاغلي ای یلدز وویل: افغانستان د ترکیې د دولت لپاره ځانګړی ارزښت لري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

د مهاجرینو وزارت مالي او اداري معین: کارکوونکي باید د خدمت کولو تر څنګ د اخلاص او همکارۍ روحیه پیاوړې کړي

نن د ماسپښین تر لمانځه وروسته د وزارت په جومات کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین محترم شیخ کلیم الرحمن فاني په کاري چارو کې د اخلاص، ښه نیت او مسوولیت پېژندنې. . .

بېرته خبرونه ته