د وزارت مسلکي مرستیال فراه ولایت ته لاړ

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۱:۵۷
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد جنوبي او جنوب لویدیځو ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې دا ځل فراه ولایت ته لاړ او د فراه ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست لیدنه یې وکړه.
ښاغلي راشد په دې لیدنه کې د دغه ریاست له کارکوونکو سره ولیدل او د خپل سفر موخې یې ورسره شریکې کړې.
نوموړي همدا راز د ورځینو چارو او مهاجرینو ته د خدمتونو د لا ښه والي په موخه د شریعت د اصولو او قواعدو پر پابندۍ، په دندو کې پر اخلاص و روڼتیا او پر نیک چلند ټینګار وکړ.
د فراه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست کارکوونکو د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دغې ادارې د کارونو په اړه یې له ښاغلي راشد سره معلومات شریک کړل او د خپلې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۸:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د ۱۸۰ زره او ۵۹۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو لپاره د ښځو (WAW) موسسې ترمنځ لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار، کونړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۲۰:۱۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې د ډیپلوماټیک ماموریت له مشر ښاغلي سادین ای یلدز سره وکتل

په دغې لیدنه کې، چې د دوو اړخېزو همکاریو د پراختیا او په ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې، ښاغلي ای یلدز وویل: افغانستان د ترکیې د دولت لپاره ځانګړی ارزښت لري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

د مهاجرینو وزارت مالي او اداري معین: کارکوونکي باید د خدمت کولو تر څنګ د اخلاص او همکارۍ روحیه پیاوړې کړي

نن د ماسپښین تر لمانځه وروسته د وزارت په جومات کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین محترم شیخ کلیم الرحمن فاني په کاري چارو کې د اخلاص، ښه نیت او مسوولیت پېژندنې. . .

بېرته خبرونه ته