د مهاجرینو چارو مسلکي مرستیال د نیمروز د سرحدي امریت چارو او د لنډمهالې استوګنې مېشتغالي لیدنه وکړه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۴:۳۸
-


د مهاجرینو چارو مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد سره نیمروز ولایت ته د سفر پرمهال د وزارت د حقوقي ملاتړ رییس الحاج غلام نبي الله دادخېل ستانکزي او د نیمروز د مهاجرینو رییس حاجي عبدالله ریاض هم ملتیا کوله، چې د نیمروز د سرحدي آمریت او د لنډمهاله استوګنې مېشتغالي لیدنه یې وکړه.
ښاغلي راشد په دغه ښارګوټي کې د مهاجرینو چارو د آمریت د کارونو ارزونه وکړه او د لنډمهاله استوګنې مېشتغالي کې یې د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره، د تثبیت، لنډمهالې میشتېدنې، روغتیا، خدمتونو، کارموندنې او نورو ورته کاري کمېټو کارونه له نږدې وکتل او اړونده مسولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا له څو تنو جهادي او قومي مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د لويې پکتیا له څو تنو جهادي او  قومي مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې د لویې پکتیا قومي مخور او جهادي. . .

بېرته خبرونه ته