سمنګان کې د لېندۍ پر لسمه دوه شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو د آمر په وينا دغه دوه شنې خونې د درې زره او ٢٠٠ امريکايي ډالرو په لګښت د افغان پراختيايي خيريه موسسې له لوري له مهاجرينو چارو آمریت سره په همغږۍ د ښځينه وو لپاره د شنو خونو د سوداګرۍ د پراختيا په موخه د سمنګان د مرکز د لرغان او خواجه اسماعیل سیمو اړوند په ۱۰۰ متر مربع کې په پنځو میاشتو کې بشپړې شوې دي.
د دې پروژې ګډونوال کولی شي په دې ډول د موسمي تخمونو په کرلو سره خپل ژوند ښه کړي.