بلخ کې نږدې ۲۰۰ کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه
د بلخ ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په هلو ځلو او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د لېندۍ پر اتمه له ۱۹۳ اړمنو کورنیو سره په درې برخو کې ۱۸ زره ۶۰، ۱۴ زره ۲۰۰ او ۲۱ زره ۸۷۰ افغانۍ مرسته وشوه.