د مهاجرینو چارو مسلکي معین نن د خپل سفر په ترڅ کې د هلمند ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو ریاست څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۳/۹/۹ - ۲۰:۵۰
-
د سفرونو د لړیو پر دوام د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو مسلکي معین نن هلمند ولایت ته ولاړ او د هلمند ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست څخه یې لیدنه وکړه.
ښاغلي راشد په دې لیدنه کې د دغه ریاست له کارکوونکو سره ولیدل او د بې ځایه شویو او راستنېدونکو ته د خدمتونو ترسراوی یې خپل کاري لومړیتوب وباله.
نوموړي همدا راز د شریعت د اصولو او قواعدو پر پابندۍ، په دندو کې پر اخلاص او روڼتیا او مراجعېنو سره پر نیک چلند ټینګار وکړ.
د هلمند ولایت د مهاجرینو رییس مولوي الله داد انقیادي د مهاجرینو چارو مسلکي معین ته ښه راغلاست ووایه او د دغې ادارې د کارونو په اړه یې له ښاغلي معین سره معلومات شریک کړل.
همدا ډول یادو کارکوونکو ښاغلي معین صیب ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د چارو د ښه والي په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته