کاپيسا کې د مهاجرينو ښارګوټي د توپوګرافي سروې کار پيل شو

sadam_morr
-


 د کاپيسا ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمریت د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت د مهاجرينو ښارګوټي د توپوګرافيکي سروې کار د لېندۍ پر شپږمه پيل شو.
 دغه ښارګوټی په ۱۵۰۰ جريبه ځمکه کې د دغه ولايت د مرکز اړوند د ناګمان په دښته کې جوړېږي، چې د بشپړو پلانونو په موخه د کور او ښارجوړونې وزارت د ټاکل شوي تخنیکي ټیم او د کور او ښارجوړونې رییس او د مهاجرینو چارو آمر په ګډون د فني او تخنیکي ټیم په همکارۍ پیل شوی او اوس یې چارې روانې دي.