نیمروز کې له مهاجرینو سره د مرستې په موخه د بنسټونو استازو سره لیدنه وشوه

sadam_morr
-

 په نیمروز ولایت کې د مهاجرینو د ستونزو ته د ښې رسېدنې په موخه د نیمروز مرستیال والي سید سلیمان اغا بهیر دغه ولایت کې ځینو رییسانو او د بنسټونو استازو سره ولیدل.
 په دې لیدنه کې د دغه ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس ملا عبدالله ریاض هم ګډون کړی و.
 مرستیال والي له مهاجرینو سره د مرستو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې له افغان مهاجرینو سره مرسته اسلامي، ملي او افغاني مسولیت دی او هر افغان ته پکار ده، چې خپل مسولیت ترسره کړي.
 د نيمروز د مهاجرينو چارو رییس په ساړه موسم کې له مهاجرينو سره د بنسټونو د همکارۍ او مرستې غوښتنه وکړه.
 د بنسټونو استازو د مرستو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.