سرپل ولایت کې د تلپاتې استوګنې او ځمکو وېش کمېټې لومړنۍ ناسته وشوه

sadam_morr
د سرپل ولایت د والي په مشرۍ او د اړوندو ادارو د رییسانو په شتون کې د امیرالمومنین د فرمان د پلي کېدو په موخه د لېندۍ پر اومه د مهاجرینو او راستنېدونکو د تلپاتې استوګنې او د ځمکو وېش کمېټې لومړنۍ ناسته وشوه.
لومړی د امیرالمومنین فرمان ولوستل شو او د سرپل ولایت د سیداباد ولسوالۍ د چهل ګزې ذکه د مهاجرینو ښارګوټي د فرصتونو، ستونزو او ننګونو په اړه بحث او خبرې وشوې.
په پای کې پریکړه وشوه چې د کمیټې غړي به د دغه ښارګوټي سیمې ته لاړ شي، چې شته ستونزې او ننګونې له نږدې وڅیړي، د ښارګوټي لپاره ځمکه تصفیه کړي، نقشه یې کړي او په راتلونکي ناسته کې یې بشپړ راپور وړاندې کړي.