د حکمونو او فرمانونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست ټاکل شوي پلاوي د وزارت مالي او اداري مرستیال سره وکتل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني د حکمونو او فرمانونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د داخلي او بهرنیو مرستو د د تفتیش ریاست له ټاکل شوي پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
مولوي نجم الدین فضلي چې د دې پلاوي مشري کوله، د خپل درې میاشتني راپور پایله او مسوده، یې چې د مهاجرینو چارو وزارت د مرستو په برخه کې څیړلې وې له ښاغلي فاني سره شریکه کړه او د وزارت له همکارۍ یې منه وکړه او د وزارت د کارونو په ترسراوي کې یې پر روڼتیا خوښي څرګنده کړه.
مالي او اداري مرستیال په مهاجرینو چارو وزارت کې د دې ادارې د مسول پلاوي د کارونو ستاینه وکړه او په راتلونکي کې یې له ښاغلي فضلي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.