بادغیس کې لسګونو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه

sadam_morr
د بادغیس ولایت د مهاجرینو چارو ادارې په هلو ځلو د بادغیس په مرکز او غورماچ ولسوالۍ کې د لړم میاشتې پر دیرشمه له ۳۶ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
په دې مرسته کې ۱۶ کورنیو ته په څو برخو کې ۱۵ زره ۶۰۰، ۱۵ زره، ۱۴ زره ۵۰۰ او ۱۶ زره افغانۍ د ډنمارک د مهاجرینو ټولنې له لوري او په غورماچ ولسوالۍ کې ۲۰ نورو راستنو شویو کورنیو ته د سرپنا په موخه ۵۰ زره افغانۍ د ناروې د مهاجرینو ټولنې له لوري ورکړل شوې.