د فاریاب ښاروال د مهاجرینو وزارت مسلکي مرستیال سره وکتل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن د فاریاب ولایت ښاروال ملا ګل احمد مبشر سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې د راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو لپاره د استوګنې د نمرو د برابرولو د څرنګوالي په اړه چې لازم شفافیت او موثریت لري څرګندونې وشوې.
ښاغلي راشد د فاریاب له ښاروال څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د ښاغلي مبشر له لوري د مسولیتونو په ترسره کولو کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.