د افغان مهاجرینو اتشې تهران کې د بهرنیو اتباعو ادارې له رییس وکتل
ایران کې د افغان مهاجرینو اتشه عبدالباسط امامي په تهران کې د بهرنیو اتباعو ادارې له رییس احسان الله حیدري او د صنفي ټولنې د کفالت د دفترونو رییس او مرستیال ښاغلو ابراهیمي او باریکاني سره د تېرې لړم میاشتې پر ۲۶مه وکتل.
د تهران د بهرنیو اتباعو رییس د دې لیدنې موخه د هغو مهاجرینو د هویت د تثبیت په برخه کې چې امایش یا ځیرک کارت لري او د مهاجرینو د کورنیو د د پاسپورټونو د نوي کولو په برخه کې مشوره او همغږي وګڼله او زیاته یې کړه:
په ایران کې افغان مهاجرین د کډوالۍ یا استوګنې ځیرک امایش کارت لري، چې په کال کې یو ځل تمدیدېږي.
هغه زیاته کړه: په تېرو کلونو کې له سفارت سره هوکړه شوې وه، چې افغان کډوال باید د کډوالۍ د کارتونو د نوي کولو لپاره برېښنايي تذکرې ورکړي، له ښه مرغه دا کار پیل شو، موږ درې کاري مرکزونه په اختیار کې ورکړل، چې یو څه مهاجرینو خپل هویت تثبیت کړ او تذکرې یې ترلاسه کړې، خو د وخت په تېرېدو دغه بهیر وځنډېده.
ښاغلي حیدري وویل: په تېر کې افغان مهاجرین د هویت له اسنادو پرته ایران ته تللي او یا هم دلته زیږیدلي، چې تر اوسه د سفارت له لوري د هویت اسناد نه دي ورکړل شوي، اوس مهال له ۴۰ زرو څخه تر ۵۰ زرو پورې د مهاجرینو امایش یا ځیرک کارتونه چاپ ته چمتو دي.
موږ نشو کولی د دوی د هویت له تثبیت پرته د دوی کارتونه چاپ او ووېشو.
نوموړي په دوو مياشتو کې د برېښنايي تذکرو د بيا وېش غوښتنه وکړه او زياته يې کړه: که دا مهال پېژندپاڼې یا تذکرې شونې نه وي، هویت دې تثبیت شي، چې له مخې یې ځیرک یا امایش کارته ورته ورکول شي او بې له دې کارتونه نه وېشل کېږي او بې اسناده به وګڼل شي.
په همدې توګه هغه کسان چې د کورنۍ او یا هم د استوګنې پاسپورټونه لري، په تېرو کلونو کې د دوی پاسپورټونه د کفالت د اړوندو دفترونو له لارې راټول شوي او سفارت ته لیږدول شوي، چې د دوی د پاسپورټ له تمدید وروسته د دوی اقامت هم تمدیدېږي. یوازې تېرکال افرادو پخپله پاسپورټونه په سفارت کې تمدید کړي وو او بیا یې اقامت هم تمدید شو.
که چیرې سفارت دا کار وکړي، نو سپارښتنه کیږي، چې د پاسپورټ تمدید د کفالت د دفترونو له لارې راټول او سفارت ته وسپارل شي او د نوي کولو وروسته د تمویل کونکي دفتر سره په همغږۍ کې د ۹۸ او ۹۹ کلونو په شان صادر شي او زموږ مهاجرین سفارت ته له خپل وار سره د پاسپورټونو د نوي کولو لپاره ورشي.
په همدې ډول د هویت د تثبیت په برخه کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه، موږ هر ډول همکارۍ ته چمتو یو، که چیرې سفارت کومه مشوره وویني، نو د کفالت د دفترونو له لارې به د هغه شخص او د هغه د شاهدانو معلومات د ثبت او بایومټریک لپاره سفارت ته ولېږو، چې هویت یې تثبیت کړي.