سرپل کې لسو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه
په سرپل ولایت کې د لړم پر شپاړسمه له لسو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
په دغو کورنيو کې له ګاونډيو هېوادونو څخه په جبري توګه راستنې شوې کورنۍ شاملې وې، چې مخکې د دغه ولايت د مهاجرينو چارو ادارې له خوا اړمنې پېژندل شوې وې او د اسلامي امارت له لوري د ولايتي کمېټې او د دغه ولایت د مهاجرینو چارو آمریت تر څارنې لاندې د ټولو کورنیو هر غړي ته دوه دوه زره افغانۍ ورکړل شوې.