پکتیا کې ۲۲ کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه

sadam_morr
-
په پکتیا ولایت کې د لړم پر لسمه له ۲۲ زیانمنو شویو، مستحقو او اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دا کورنۍ مخکې د دغه ولايت د مهاجرینو چارو رياست له خوا سروې شوې وې، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري ١٨ زره ٦٠٠ افغانۍ مرسته ورسره وکړه.