د مهاجرینو چارو وزارت او د قطر سرې میاشتې ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۵:۲۱
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او په کابل کې د قطر سرې میاشتې ادارې ترمنځ د وزارت د پلان او پالیسۍ ریییس مولوي محمودالحق احدي په مشرۍ تخنیکي ناسته وشوه.
په دې ناسته کې په کابل کې د قطر د سرې میاشتې رییس ښاغلي ابو مصطفی او د وزارت ځینو رییسانو برخه اخیستې وه او په پکتیا کې د قطر د سرې میاشتې له لوري د بې ځایه شویو، راستنو شویو او مستحقو کورنیو لپاره د سرپنا د جوړولو، کیفیت او معیاري کېدو په اړه چې مخکې هم ورباندې بحث شوی و، خبرې وشوې.
ښاغلي مصطفوي د وزارت د وړاندیزونو د عملي کولو له ژمنې سره زیاته یې کړه، چې دا موضوع به د هغه هېواد له مشرتابه سره شریکه کړو او په اړه به یې کار وکړو.
د وزارت د پلان او پالیسۍ رییس د قطر د سرې میاشتې له مرستې او ښه نیت څخه مننه وکړه او د هر اړخیزو همکاریو ډاډ یې ورکړ.
ټاکل شوې چې د قطر د سرې میاشتې اداره په پکتیا ولایت کې د بې ځایه شویو، راستنو شویو او مستحقو کورنیو لپاره لسګونه سرپناوې جوړې کړي، چې ۲ خونې، یو پخلنځی، یو دهلیز او یو تشناب به ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا له څو تنو جهادي او قومي مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د لويې پکتیا له څو تنو جهادي او  قومي مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې د لویې پکتیا قومي مخور او جهادي. . .

بېرته خبرونه ته