کاپیسا کې د ځمکو د وېش کمېټې لومړۍ ناسته وشوه
په کاپيسا ولايت کې د لړم میاشتې پر پنځمه د مهاجرينو او راستنېدونکو لپاره د ځمکو د وېش کمېټې لومړنۍ ناسته وشوه.
د عالیقدر اميرالمؤمنين د ٢٢/٢/١٤٤٦ نېټې د شپږمې ګڼې فرمان له مخې د کاپيسا ولايت د مرستيال والي مولوي اسدالله سنان په مشرۍ د دغې کمېټې ناسته وشوه او د مهاجرینو د ښارګوټو په اړه پکې خبرې وشوې.
مرستیال والي د کمیټې غړو ته لارښوونه وکړه، چي له فرمان او کړنلار سره سمې کړنې وکړي، چې د مهاجرینو په ښارګوټو کې شته ننګونې او خنډونه له منځه یوړل شي.