بغلان کې ۱۵ تنو ته د حرفوي زده کړو پروګرام پیل شو
په بغلان ولایت کې ۱۵ راستنو شویو، داخلي بې ځایه شویو او کوربه ټولنې ته د لړم میاشتې پر درېیمه د موبایل د ترمیم په برخه کې د حرفوي زده کړو پروګرام پیل شو.
په دغه روزنیز پروګرام کې شاملو کسانو ته به د سبا افغان خیریه او پراختیایي موسسې په همکارۍ د موبایل د ترمیم په برخه کې له پنځو څخه تر شپږو میاشتو پورې حرفوي زده کړې ورکول شي، چې په پایله کې یې د بغلان د مهاجرینو چارو ریاست له خوا د فراغت سندونه او د پورته یادې شوې موسسې له لوري د کارموندنې او عاید د رامنځته کولو لپاره نور اړین توکي په پام کې نیول شوي دي.