د پاکستان په پېښور ښار کې مېشتو افغان مهاجرینو اتشې په ننګرهار کې د افغان مهاجربنو له رییس سره وکتل
د پاکستان په پېښور ښار کې د مېشتو افغان مهاجرینو چارو اتشه نیاز محمد عارف د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو له رییس حاجي باز محمد عبدالرحمن سره وکتل.
په دې کتنه کې په تورخم کې د راستنیدونکو مهاجرینو په اړه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت پر پالیسۍ، د سرپنا د اسانتیاوو، مرستو، همکاریو او د شته اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې.
دواړو لوریو له یو بل سره د همکارۍ او همغږۍ ژمنه وکړه.