مطبوعاتي بلنلیک!

sadam_morr

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې د اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیالانو، د کابینې غړو، علماء کرامو، ملي شخصیتونو، د علومو اکاډمۍ غړو، د پوهنتون استادانو او د نړیوالو سازمانونو د استازو په شتون کې د “ مهاجرین، ننګونې او فرصتونه” تر سرلیک لاندې علمي سیمینار او مشاعره ترسره کړي.
د ټولو کورنیو او نړیوالو رسنیو استازو څخه په خورا درنښت هیله کیږي، چې د دې علمي سیمینار د خبري پوښښ په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.
په درنښت
نېټه: ۱۴۰۳/۸/۳     ځای: کابل ښار ۷ ناحیه بابر بڼ
ورځ: پنجشنبه     د اړیکو شمېرې: ۰۷۷۱۰۰۱۱۱۱، ۰۷۸۹۳۷۱۶۱۶
وخت: ۹ بجې