نیمروز کې یو ښوونځی تر جوړیدو وروسته د پوهنې ریاست ته وسپارل شو

sadam_morr
-
د نیمروز ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مهاجر آباد کلي کې یو ښوونځی تر جوړېدو وروسته په مراسمو د مهاجرینو، پوهنې او اقتصاد رییسانو او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د سیمې د خلکو د استازو په شتون کې د تلې پر دیرشمه د دغه ولایت د پوهنې ریاست ته ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شو.
دغه ښوونځی د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په همغږۍ په ۲ زره او ۳۴۱ متره مربع مساحت کې په دوه پوړونو کې په اساسي او پاخه ډول جوړ شوی دی، چې ۱۶ درسي ټولګي، کمپیوټرلب، د لابراتوار خونه، د ساتونکي خونه، د ورزش میدان، د اوبو ذخیره، ۱۸ تشنابونه او د لمریزې برېښنا سیستم لري او د ۳۳۰ زره او ۲۰ امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی، چې په یوه وخت کې ۵۶۰ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابروي.