بغلان کې د ځانګړو اړتیاوو کسانو قضیو ته د رسېدنې په موخه ناسته وشوه

په بغلان ولایت کې د ځانګړو اړتیاوو لرونکو کسانو قضیو ته د رسېدنې په موخه د تلې پر څلیرویشتمه د اړوندو دولتي ادارو او موسسو د استازو په شتون کې ناسته وشوه.
د بغلان ولايت د مهاجرینو چارو رييس محمد ابراهيم عمري د ځانګړو اړتياوو د قضيو د حل په برخه کې د دغه رياست د فعالیتونو لنډيز او دغه راز يې پياوړتياوې او نيمګړتياوې بيان کړې او د چارو او خدمتونو په وړاندې کولو کې يې پر روڼتیا او رښتینولۍ ټينګار وکړ.
د بغلان د مهاجرينو د راستنېدنې آمر په روان میلادي کال کې دغه ولايت ته د راستنو شویو مهاجرینو شميرې او ارقام چې ماشومان، ښځې او نارینه دي او د دوی لومړنۍ اړتياوې چې د سرپناه جوړول، خوراکي او غير خوراکي توکي، پاکې اوبه، کارموندنه او د کار رامنځته کول پکې شامل دي بیان کړې. نوموړي د ځانګړو اړتیاوو لرونکو کورنیو او قضیو ته د رسېدنې په برخه کې د پروګرام په اړه لنډ معلومات ورکړل.
ورپسې د ناستېګډونوالو خبرې وکړې او د خپلو همکاریو ډاډ یې ورکړ.