پاکستان کې د مېشتو افغان مهاجرینو استازو خپلې ستونزې د مهاجرینو اتشې له مرستیال سره شریکې کړې
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د مېشتو افغان مهاجرینو ځینو استازو د تلې پر اتلسمه په یوه ناسته کې خپلې ستونزې د افغان مهاجرینو چارو اتشې له مرستیال سره شریکې کړې.
د دوی په استازیتوب حاجي راز محمد د وروستیو پېښو په اړه چې په ترڅ کې یې د اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو د امنیتي ادارو له خوا یو شمېر مهاجرین نیول شوي او د هغو اقداماتو د مخنیوي په اړه چې د کوربه هېواد د امنیتي ادارو له خوا شوي خبرې وکړې او د مهاجرینو د اتشې د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
د مهاجرینو اتشې مرستیال د مهاجرینو ستونزې او غوښتنې واوریدې او لازمې او قانوني لارښوونې یې ورته وکړې.
نوموړي د مهاجرینو د ستونزو او ننګونو، د امنیتي بنسټونو د کړنو او اقداماتو په اړه د مهاجرینو د ستونزو او ننګونو د شریکولو په موخه د استازو د پاملرنې او همکارۍ په اړه مفصل معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه چې مهاجرین دې د پاکستان په سیاسي لاریونونو او ناستو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.
هغه وویل د دې موضوع په اړه مهاجرینو ته د ناستو په ډول د استازو له لوري په اغېزناکه توګه خبرتیا ورکړل شوې.
له بده مرغه یو څه مهاجرین د بې پلوۍ د اصولو په پام کې نیولو پرته، ځینې ناقانوني کړنې ترسره کوي، چې پر نورو مهاجرینو باندې هم اغېز کوي.
د مهاجرینو اتشې مرستیال د مهاجرینو له استازو څخه وغوښتل چې د کوربه هېواد په کورنیو چارو کې د بې پلوۍ د ساتلو او د کوربه هېواد په داخلي مسایلو کې د نه ښکېلتیا په اړه د پوهاوي خپل ایماني او وجداني مسولیت ترسره کړي.
په پای کې د مهاجرينو استازو د مهاجرينو اتشې د مسولينو د پاملرنې مننه وکړه او د پاملرنې د دوام غوښتنه يې څرګنده کړه.