لغمان کې له ۳۰۰ زیاتو کورنیو سره د نغدي مرستو وېش لړۍ پیل شوه

لغمان کې له ۳۱۰ کورنیو سره د دایمي هستوګنځیو جوړونې په موخه د تلې په ۱۹ مه نېټه مرسته وشوه.
په دې کې بې وزله، بې ځایه شوې او راستنې شوې کورنۍ شاملې وې، چې له وړاندې په قرغيو او علینګار ولسوالیو کې پېژندل شوې وې.
د دې مرستو په اول قسط کې هرې کورنۍ ته ۸۴ زره ۶۷۰ افغانۍ په نظر کې نیول شوې چې د مهاجرینو ریاست په شتون کې به د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري وویشل شي.
د یادولو ده، چې یادې مرستې په دریو برخو کې د دایمي سرپناوو جوړولو چې دوه کوټې، یو پخلنځی او تشناب شامل دي ورکول کیږي.