د ننګرهار ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس د ناروې د مهاجرینو شورا له مسولینو سره وکتل

د ننګرهار ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د مهاجرینو رییس باز محمد عبدالرحمن د تلې پر اتلسمه په خپل دفتر کې د ناروې د مهاجرینو شورا له مسولینو سره وکتل.
په دې ناسته کې د ناروې د مهاجرت شورا مسولینو د مهاجرینو چارو له ریاست سره په همغږۍ په راتلونکي کال کې د یو زر او ۷۰۰ سرپناوو د جوړولو او ترمیم او په دغه ولایت کې د نغدي مرستو خبر ورکړی.
د ننګرهار د مهاجرینو چارو رییس د راستنو شویو لپاره د سرپنا جوړولو له امله له يادې ادارې مننه وکړه او د پاکو اوبو، خوراکي توکو او روغتيا په برخو کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې د دغو مسولينو له لوري ډاډ ورکړل شو.