بادغیس کې د بیا مېشتېدنې ولایتي کمیټې ناسته وشوه

sadam_morr

په بادغیس ولایت کې د راستنو شویو او بې ځایه شویو تلپاتې مېشتېدنې ولایتي کمېټې د تلې پر اتلسمه د د دغه ولایت د مرستیال والي په مشرۍ او د اړوندو ادارو او موسسو د استازو په شتون کې وشوه.

مرستيال والي مولوي غلام محمد محمدي د دغوادارو د کارونو ستاينه وکړه او له هغوى څخه يې د مرستو د دوام غوښتنه څرګنده کړه.

ناستې ته د بادغیس ولایت د مهاجرینو چارو رییس مولوي نیک محمد خبیب د راستنیدونکو د ثبت او راجستر او د دوی د ستونزو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د ناستې ګډونوالو په راتلونکې کې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.